۰

د شپږو قوماندانو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي

پنجشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۳
امنیتي چارواکي په غزني ولایت کې د شفق په نوم په پیل شویو پوځي عملیاتو کې د شپږو قوماندانانو په ګډون د ۲۸ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د شپږو قوماندانو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي
امنیتي چارواکي په غزني ولایت کې د شفق په نوم په پیل شویو پوځي عملیاتو کې د شپږو قوماندانانو په ګډون د ۲۸ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي، د شفق عملیات له تېرو دوه ورځو راهیسې په غزني کې پیل شوي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه عملیات پرون او وړمه ورځ د غزني په قره باغ، اندړو، ده یک ولسوالیو او د غزني ښار په ځینو سیمو کې تر سره شول.
ښاغلي امرخېل زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د شپږو قوماندانانو په ګډون ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز امرخېل وايي، په عملیاتو کې د افغان یو سرتېری او یو پولیس هم وژل شوي او پنځه امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.
د غزني امنیه قوماندان وویل، چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو یوه اندازه وسلې، مهمات او ځینې تصویري اسناد هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې د شفق په نوم د افغان امنیتي ځواکونو پسرلني عملیات نېږدې د هېواد په ټولو برخو کې پیل شوي او افغان امنیتي چارواکي وايي، د وسله والو پر وړاندې د جګړې له پاره یې غوڅ او پوره پلان نیولی دی.
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین