۰

هلمند ولایت ته نوی امنیه قوماندان وټاکل شو

چهارشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۱
د افغان پوځ یو افسر محمد نعیم داوري د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي فرمان له مخې د هلمند ولایت د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی.
هلمند ولایت ته نوی امنیه قوماندان وټاکل شو
د افغان پوځ یو افسر محمد نعیم داوري د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي فرمان له مخې د هلمند ولایت د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې خپله داوري رسنیو ته ویلي، چې تېر ماښام ورته د ولسمشر فرمان ورکړی شوی او د هلمند د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې عبدالرحمن سرجنګ د هلمند ولایت د امنیه قوماندان په توګه دنده تر سره کوله.
هلمند ته نوی امنیه قوماندان پر داسې مهال ټاکل کېږي، چې څو ورځې وړاندې د میدان وردګو والي حیات الله حیات له دغه ولایته هلمند ته تبدیل او د هلمند د نوي والي په توګه وټاکل شو.
ښاغلي حیات او ښاغلي داوري ته پر داسې مهال د هلمند واګې سپارل کېږي، چې په دې ولایت کې تېر کال په پرتله جګړو زور اخیستی دی.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین