۰

د ملي اردو د جلب جذب پر موټر ځانمرګي برید ۱۲ تنه وژلي

سه شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۹
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د ملي اردو په هغه موټر چې اردو ته نوي جلب شویو ځوانانو پر موټر ځانمرګي برید کې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ملي اردو د جلب جذب پر موټر ځانمرګي برید ۱۲ تنه وژلي
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د ملي اردو په هغه موټر چې اردو ته نوي جلب شویو ځوانانو پر موټر ځانمرګي برید کې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید تېره ورځ مازیګر مهال د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د دوه سرکې په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، پر موټر سایکل سپاره ځانمرګي برید کوونکي په یاده سیمه کې د جلب و جذب د مرکز له موټر سره ځان جنګولی او برید یې کړی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې ۱۲ تنه هغه ځوانان چې تازه جذب شوی و، وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، په دغه برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلی وزیري زیاتوي، چې وژل شوي او ټپیان ټول هغه نوي ځوانان و، چې اردو ته جذب او له ننګرهار څخه کابل ته لېږدول کېدل.
د ده په خبره ځانمرګي برید کوونکي په خپل موټر سایکل کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي و، او د جلب جذب له موټر سره یې ځان جنګولی وو.
خو د ننګرهار د ولايتي روغتون رئيس ډاکتر احسان الله شينواري خبریالانو ته وويل چې له يادې پېښې تر اوسه دوی ته ١٢مړي او ٣٨ ټپيان ور وړل شوي دي.
په ننګرهار د ملي رادو د جلب جذب د برخې مشر ډګرمن اسدالله وايي، په دې کاسټر موټر کې له څلورو ولايتونو څخه شاوخوا پنځوس ځوانان و چې نوي د ملي اردو ليکو ته شامل شوي و.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم د افغان پوځ پر لېږدونکو موټر ورته خونړي بریدونه شوي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین