۰

د کابل ـ واشنګټن تر منځ لاسلیک شوي تړونونه ارزول کېږي

پنجشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۰
ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د کابل او واشنګټن تر منځ د لاسلیک شویو ستراتېژیک او امنیتي تړونونو د ارزونې په موخه ګډه ناسته ترسره شي.
د کابل ـ واشنګټن تر منځ لاسلیک شوي تړونونه ارزول کېږي
ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د کابل او واشنګټن تر منځ د لاسلیک شویو ستراتېژیک او امنیتي تړونونو د ارزونې په موخه ګډه ناسته ترسره شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه ناسته کې به د دواړو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي برخه ولري او دا به وڅیړي، چې دغه تړونونه څومره عملي شوي دي.
پر افغان خاورې د بهرنیانو د بریدونو په مقابل کې دفاع، د افغانستان ملي واکمنۍ او سیاسي خپلواکۍ ته درناوی، د خلکو پر کورونو د شپې له خوا د امریکايي ځواکونو د عملیاتو بندېدل او د امریکایي ځواکونو له لورې د افغانستان د قوانینو عملي کول هغه مهم موارد دي، چې واشنګټن په دغو تړونونو کې پرې لاسلیک کړی.
باید وویل شي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ ځینې تړونونه د مخکني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال شوي و، خو امنیتي او دفاعي تړون د ولسمشر غني د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې لاسلیک شو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین