۰

اروزګان کې ۴۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۴
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په اروزګان ولایت کې د ۴۷ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
اروزګان کې ۴۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په اروزګان ولایت کې د ۴۷ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه وسله والو ته د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې مرګ ژوبله اوښتې.
خبرپاڼه وايي، افغان ځواکونو چې هوايي ځواک یې ملاتړ کاوه په یاده ولسوالۍ کې ۳۰ وسله وال وژلي او لږ تر لږه ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي.
په ورته وخت کې خبرپاڼه په غزني او فراه ولایتونو کې هم د عملیاتو پر مهال د پنځو وسله والو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
په اروزګان کې د افغان پوځ له لوري دغه عملیات پر داسې مهال تر سره کېږي، چې د اروزګان چارواکو خبردارۍ ورکړی و، چې که له مرکز څخه مرسته ورته ونه رسېږي، د دې ولایت څلور ولسوالۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
جمهورآژانس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین