۰

جنرال رازق وايي، پاکستان د طالبانو نوې ډله جوړوي

پنجشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۶
د سویلي زون درستیزوال او د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، پاکستان غواړي د ملا عبدالقیوم ذاکر په مشرۍ د طالبانو دریمه ډله جوړه کړي.
جنرال رازق وايي، پاکستان د طالبانو نوې ډله جوړوي
د سویلي زون درستیزوال او د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، پاکستان غواړي د ملا عبدالقیوم ذاکر په مشرۍ د طالبانو دریمه ډله جوړه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي رازق دغه څرګندونې تېره ورځ کړې او ویلي یې دي، چې دا مهال د طالبانو دوه ډلې په جګړه بوختې دي، چې یوه یې د ملا اختر محمد منصور او بله هغه یې د ملا محمد رسول.
نوموړي وویل، وروسته له هغې چې د کابل د شاه شهید د خونړۍ حملې او دغه راز د یو شمېر نورو بریدونو مسؤولیت طالبانو ونه مانه پاکستان
ښاغلی رازق وايي«پاکستان څو ځلې له طالبانو وغوښتل چې د شاه شهید د حملې مسوولیت ومني، خو هغوی دا کار ونه کړ، له دې وروسته سید محمد حقاني په مرموز ډول په زهرو و وژل شو، او هر څوک چې د پاکستان اوامر ونه مني یا وژل کېږي یا نیول کېږي.»
ورته غوسه شوی دی.
دی زیاتوي، چې پاکستان غواړي اوس د ملا عبدالقیوم ذاکر په مشرۍ د طالبانو دریمه ډله جوړه کړي، چې په وینا یې په دې برخه کې د حقاني شبکې سراج الدین حقاني له پاکستان سره همکاري کوي.
ښاغلی رازق وايي«پاکستان څو ځلې له طالبانو وغوښتل چې د شاه شهید د حملې مسوولیت ومني، خو هغوی دا کار ونه کړ، له دې وروسته سید محمد حقاني په مرموز ډول په زهرو و وژل شو، او هر څوک چې د پاکستان اوامر ونه مني یا وژل کېږي یا نیول کېږي.»
د کندهار امنیه قوماندان دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ځینو طالب سرچینو ویلي، چې ملا عبدالقیوم ذاکر غواړي له ملا اختر محمد منصور سره بعیت وکړي.
له دې سره دا هم ویل کېږي، چې طالبان دا هڅه هم کوي تر څو ټولې پاشلې ډلې سره یو ځای او یو موټی کړي جګړې ته زور ورکړي.
د دغه هڅو یوه بېلګه دا هم ښودل کېږي، چې په دې وروستیو کې طالبانو اعلان وکړ، چې د ملا محمد عمر اخند زوی ملا یعقوب یې د ۱۵ ولایتونو نظامي مسؤول او د ملا محمد عمر ورور یې ملا منان عمري د مذهبي چارو مشر ټاکلی دی.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین