۰

ننګرهار کې ۱۹ داعش وسله وال وژل شوي

چهارشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۳
چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې ۳۴ تنو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښې.
ننګرهار کې ۱۹ داعش وسله وال وژل شوي
چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې ۳۴ تنو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه عملیات د ننګرهار د امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد په مشرۍ د افغان ځواکونو له خوا د کوټ ولسوالۍ په لاغرجو سیمه کې پیل شوي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، په پیل شویو عملیاتو کې تر اوسه ۱۹ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او عملیات به تر هغې روان وي، تر څو ټولې سیمې له وسله والو نه وي پاکې شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې د هوايي برید پر مهال د یوه قوماندان په ګډون ۶ داعش وسله وال وژل شوي وو.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین