۰

وسله والو په کندهار کې د یوه جومات ملا امام وژلی

پنجشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۷
چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ولایت کې د یوه جومات ملا امام وژلی دی.
وسله والو په کندهار کې د یوه جومات ملا امام وژلی
چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ولایت کې د یوه جومات ملا امام وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د کندهار ښار د لویې ویالې د نري پله په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د کندهار د والي ویاند د صمیم خپلواک د پېښې پخلی کوي او دغه کار یوه جنايي پېښه بولي.
خپلواک وايي، چې وژل شوي ملا شخصي دښمني درلوده او ښايي پر همدې اساس وژل شوی وي.
تر اوسه چا د دغه وژنې مسؤولیت نه دی اخیستی خو چارواکي وايي، په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین