۰

د امریکا په کانګریس کې ډزې شوي

سه شنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۹
رپوټونه وايي، د امریکا د کانګرېس د ملاقات په مرکز کې ډزې شوې، چې له امله یې یوه ملکي ښځه ژوبله شوې ده.
د امریکا په کانګریس کې ډزې شوي
رپوټونه وايي، د امریکا د کانګرېس د ملاقات په مرکز کې ډزې شوې، چې له امله یې یوه ملکي ښځه ژوبله شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دزو په اورېدو سره ټولو کارکوونکو ته ویل شوي، چې ځانونه پناه ځایونو ته ورسوي.
سي این این وايي دغه ډزې د مشرانو جرګې او استازو جرګې ترمنځ ځای کې شوي دي.
په ورته وخت کې دغه تلویزیون دا هم ویلي، چې له دې پرته د سپینې ماڼۍ په شاوخوا کې جلا پېښه شوي ده، چې له امله یې څوک وژل شوي نه دي خو یوه ملکي ښځه ژوبله شوې.
پر همدې مهال رویټرز خبري اژانس ویلي، چې حمله کوونکی کس نیول شوی دی.
د کانګریس د مامورینو له لوري د استول شوي برېښنالیک پر اساس د کانګریس ودانۍ د امنیتي ګواښ له کبله بنده کړای شوې او دغه راز د سپینې ماڼۍ شاوخوا سیمه هم د خلکو پر تګ راتګ بنده کړای شوې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین