۰

افغانستان په کرکټ کې وسټنډیز ته په ماتې ورکولو ستره بریا تر لاسه کړه

يکشنبه ۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۱۶
د افغانستان ملي کرکټ لوبډلې د ۲۰۱۶ کال په نړیوال شل اوریز جام سیالیو په لړ کې وسټنډیز ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ستره بریا تر لاسه کړه.
افغانستان په کرکټ کې وسټنډیز ته په ماتې ورکولو ستره بریا تر لاسه کړه
د افغانستان ملي کرکټ لوبډلې د ۲۰۱۶ کال په نړیوال شل اوریز جام سیالیو په لړ کې وسټنډیز ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ستره بریا تر لاسه کړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان او وسټنډیز لوبه نن د هندونستان په ناګپور میدان کې تر سره شوه، چې د لوبې پچه وسټنډیز لوبډل مشر وګټله او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغان توپوهونکو په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۳ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۲۴ هدف وټاکه.
د افغان توپ وهونکو له لوري نجیب ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۴۸ ناسوځېدلې او ښې منډې وکړې او دغه راز شهزاد محمدي ۲۴ منډې وکړې.
د لوبې په دوهمه پاڼه کې وسټنډیز توپ وهونکي په دې بریالي نه شول، چې ورکړای هدف پوره کړي او افغانستان دغه لوبه ترې په ۷ منډو ترې وګټله.
د افغان توپ اچوونکو له لوري راشد ارمان او محمد نبي عسی خېل یو ځل بیا ښه وځلېدل او دواړو دوه دوه لوبغاړي له مخې لرې کړل.
دغه راز حمید حسن، او ګلبدین نایب هم یوه یوه ویکټه تر لاسه او د وسټنډیز ۸ لوبغاړی هم رن اوټ شو.
باید وویل شي، چې افغانستان په دغه نړیوال جام سیالیو کې د نړۍ له ۱۰ غوره لوبډلو سره په زړه پورې لوبې کړې، چې د کرکټ مینوال او د کرکټ د نړیوالې ښورا پام یې ځان ته را اوړلی دی.
که څه هم دا په نړیوال جام کې د افغانستان وروستۍ لوبه وه او ترې مخکې یې درې لوبې پرلپسې بایللې وې، خو دا چې وسټنډیز غوندې یوه قوي ټیم ته یې په دې جام کې ماته ورکړه، د افغانستان د کرکټ له پاره یوه په زړه پورې لاس ته راونه او زېری دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *


شاه ولی
Europe
من هم به نوبهء خود مؤفقیت و کامییابی تیم ملی خود را نه تنها برای اعضایی محترم تیم ملی کرکت ما بلکه برای کافهء ملت مسلمان و غیور افغان خود از تهء دل مبارکباد گفته و از درگاهء رب العزت الله (ج) کامییابی های بیشتر و بیشتر برای هریک از اعضایی تیم ملی ما خواهانم، آمین.
پربازدیدترین