۰

پکتیکا کې یو تنکی ځوان له برید وړاندې نیول شوی

يکشنبه ۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۹
چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په پکتيکا ولایت کې یو ١٧ کلن تنکي ځوان چې غوښتل یې برید تر سره کړي، له بریده وړاندې نیولی دی.
پکتیکا کې یو تنکی ځوان له برید وړاندې نیول شوی
چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په پکتيکا ولایت کې یو ١٧ کلن تنکي ځوان چې غوښتل یې برید تر سره کړي، له بریده وړاندې نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه هلک تېره ورځ د مرکز ښرنې د چکان په کلي کې د ملي پولیسو له خوا نیول شوی دی.
د پکتیکا ولايت د امنيت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي خبریالانو ته وویل، چې دغه هلک سره يو میل تومانچه او دوو لاسي بمونو هم نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې نیول شوی هلک د چکان کلي اوسېدونکی دی او غوښتل یې د همدې کلي د ملي پولیسو د پوستې قوماندان له منځه یوسي.
خپله نیول شوي هلک هم په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې غوښتل یې د پوستې قوماندان له منځه یوسي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې یو ځانمرګی له بریده وړاندې امنیتي ځواکونو ته ځان وسپاره.
دغه بریدګر په خپلو خبرو کې ویلي و، چې د روزنې په ځای کې ورته ویل شوي و، چې د افغانستان پوځیان ټول کافران دي او باید وژل شي خو په وینا یې کله یې چې په جومات کې افغان امنیتي سرتېري د لمانځ پر ادا کولو ولیدل له خپلې پرېکړې تېر او ځان یې امنیتي ځواکونو ته وسپاره.
جمهورآژانس:پکتیکا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین