۰

ملي امنیت په کندهار کې درې ډلې وسله وال نیولي

شنبه ۷ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۴
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په کندهار ولایت کې د وسله والو درې ډلې د دې ریاست د موظفینو له خوا نیول شوې دي.
ملي امنیت په کندهار کې درې ډلې وسله وال نیولي
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په کندهار ولایت کې د وسله والو درې ډلې د دې ریاست د موظفینو له خوا نیول شوې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه په نننۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې درې واړو ډلو نیول شوي کسان ۱۵ تنه دي.
که څه هم ملي امنیت په خبرپاڼه کې د نیول شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده، چې دغه وسله والو هوډ درلود په کندهار کې وسله وال بریدونه تر سره کړي.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین