۰

په داخلي برید کې ۷ سیمه ییز پولیس وژل شوي

پنجشنبه ۵ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۵
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې دریو تنو سیمه ییزه پولیسو د خپلې پوستې ۷ تنه ملګري په دزو وژلي.
په داخلي برید کې ۷ سیمه ییز پولیس وژل شوي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې دریو تنو سیمه ییزه پولیسو د خپلې پوستې ۷ تنه ملګري په دزو وژلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د خان ګیرداب په امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې ده.
د ارغنداب امنیه قوماندان سمونوال نیازمحمد مجاهد وايي، سهار وختي دریو تنو سیمه ییزه پولیسو چې پر پهره ولاړ و، خپل ۷ تنه ملګري چې په خوب ویده و، وژلي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په برید کوونکو کې یو تن د دغې پوستې یو پخوانی قوماندان هم شامل دی، چې له بریده وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
دی وايي، برید کوونکو د خپلو ملګرو وسلې هم له ځان سره وړې او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
په ورته وخت کې وسله والو طالبانو ویلي، چې درې تنه برید کوونکي د دوی نفوذي کسان و او له بریده وروسته د دوی سره یو ځای شوي دي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین