۰

ملي امنیت کابل کې څلور ماین خښوونکي نیولي

چهارشنبه ۴ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۰
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست په پلازمېنه کابل کې د ماین اېښودونکو د یوې څلور کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکوي.
ملي امنیت کابل کې څلور ماین خښوونکي نیولي
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست په پلازمېنه کابل کې د ماین اېښودونکو د یوې څلور کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت له خوا د چهار شبنې د ورځې په خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه ماین خښوونکي د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال په کابل ښار کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې دغه کسانو غوښتل د نوي کال په ورځو کې چاودنې وکړي خو موخې ته رسېدو وړاندې د ملي امنیت له خوا ونیول شول.
په خبرپاڼه کې راغلي نیول شویو ماین خښوونکو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او له دوی څخه دوه کړۍ چسپکي ماینونه او یو کرولا موټر هم نیول شوی دی.
خبرپاڼه کې د نیول شویو کسانو نومونه احمد خان مشهور په اسدخان، طلاګل،عمران او ولي خان ښودل شوي خو د ځای په اړه یې څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د حقاني شبکې یوه ډله چې غوښتل یې د نوي کال په ورځو کې ځانمرګي بریدونه تر سره کړي نیولي وو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین