۰

د غوریانو ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال و وژل شو

سه شنبه ۳ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۳۸
چارواکي وايي، د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا بشیر له خپلو دریو کسانو سره یو ځای و وژل شو.
د غوریانو ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال و وژل شو
چارواکي وايي، د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا بشیر له خپلو دریو کسانو سره یو ځای و وژل شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني وايي، ملا بشیر او ملګري یې نن سهار په غوریانو ولسوالۍ کې وژل شوی.
نوموړي زیاته کړې، چې ملا بشیر چې په بشیر ګنګ مشهور دی له خپلو ملګرو سره یو ځای په یاده ولسوالۍ کې د سړک جوړونې په یوه شرکت برید وکړ.
دی زیاتوي، چې په ځواب برید کې ملا بشیر او د هغه درې ملګري وژل شوي او موټر یې له منځه وړل شوي دی.
د هرات د والي ویاند وایي، نور وسله وال له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو د افغان ځواکونو له خوا په سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي.
ده دا هم وویل، چې د طالبانو په دې برید کې د شرکت کارکوونکو او افغان امنیتي ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې د ۱۳۹۵ کال په پیل سره دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو یو ولسوال د جګړې پر مهال وژل کېږي.
جمهورآژانس:هرات
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین