۰

اروزګان کې ۴۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۴
د افغان پوځ چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د پیل شویو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۴۳ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
اروزګان کې ۴۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغان پوځ چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د پیل شویو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۴۳ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو له خوا د اروزګان ولایت په څو ولسوالیو کې د توفان ۵۳ په نوم پوځي عملیات پیل شوي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، دغه عملیات د اروزګان په چارچینو، دهراود او شهید حساس ولسوالیو کې پیل شوي او تر هغه به دوام ولري، ترڅو له وسله والو نه وې پاکې شوې.
د دغه فتر د معلوماتو له مخې په دې عملیاتو
د دغه فتر د معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کې تر دې مهال ۲۲ تنه وسله وال وژل شوي او ۲۱ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
کې تر دې مهال ۲۲ تنه وسله وال وژل شوي او ۲۱ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال د ملي اردو څلور سرتېري هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
یاد دفتر وايي، په دې عملیاتو کې هوايي ځواک هم برخه لري او د وسله والو یوه اندازه وسلې او مهمات هم افغان پوځیانو ته په لاس ورغلي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په اروزګان کې دغه عملیات پر داسې مهال پيلېږي، چې څو ورځې وړاندې د اروزګان ولایت شورا خبردارۍ ورکړ، چې که مرکزي حکومته د وسله والو پر وړاندې جدي اقدامات ونه کړي، ښايي ځينې سیمې طالبان ولکه کړي.
دوی دا هم ویلي و، چې په دغه ولایت کې له طالبانو سره پنجابیان هم څنګ تر څنګ جګړه کوي او وسله والو جګړې ته شدت ورکړی دی.
جمهورآژانس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین