۰

د ملي امنیت ریاست د سرپرست پر کورد برید مخنیوی شوی

شنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۳
د ملي امنیت لوی ریاست د دغه ریاست د سرپرست پر کور د وسله والو برید د مخنیوي خبر ورکړی دی.
د ملي امنیت ریاست د سرپرست پر کورد برید مخنیوی شوی
د ملي امنیت لوی ریاست د دغه ریاست د سرپرست پر کور د وسله والو برید د مخنیوي خبر ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، یو تن وسله وال چې غوښتل یې د ملي امنیت ریاست د سرپرست پر کور ته ننونځي له ننوتو وړاندې وژل شوی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه برید کوونکي تېره ورځ له غرمې وروسته غوښتل د ملي امنیت د سرپرست مسعود اندرابي کور ته ننوځي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې د ملي امنیت د کارکوونکو له خوا پېژندل شوی او په ډزو وژل شوی دی.
باید وویل شي، چې دا په تېره اوونۍ کې څوم ځل دی، چې د ملي امنیت ځواکونه د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ځانمرګو وسله والو برید ګړو د بریدونو مخنیوی کوي.
د تېرې پنشنبې په ورځ دوه تنه ځانمرګي په ننګرهار ولایت کې له بریده وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شول او دغه راز په غزني کې د ځانمرګو یو سمبالوونکی ونیول شو.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین