۰

د افغان حکومت پلاوي د طالبانو د قطر دفتر له غړیو سره کتلي

يکشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۶
که څه هم په کابل کې تر وروستۍ څلور اړخیزه غونډې وروسته د طالبانو د قطر دفتر ویلي وو چې د دغه غونډې جزیات له دوی سره نه دي شریک شوي، خو رپوټونه وايي، د افغان حکومت یوه پلاوي د قطر دفتر له غړو سره کتلي.
د افغان حکومت پلاوي د طالبانو د قطر دفتر له غړیو سره کتلي
که څه هم په کابل کې تر وروستۍ څلور اړخیزه غونډې وروسته د طالبانو د قطر دفتر ویلي وو چې د دغه غونډې جزیات له دوی سره نه دي شریک شوي، خو رپوټونه وايي، د افغان حکومت یوه پلاوي د قطر دفتر له غړو سره کتلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي، چې د افغان حکومت پلاوی د تېرې میلادي فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې قطر ته لاړ چې د خپل هیواد د اوږدې جګړې د پای ته رسولو د هلو ځلو په باب د طالبانو د قطر د دفتر له غړیو سره خبرې وکړي.
وال ستریټ ژورنال د افغان چارواکو په قول وايي چې دغه جګپوړي افغان پلاوي په دوحه کې د سولې د خبرو د بیا پیلېدو د اعلان د احتمال په اړه خبرې وکړې.
یوه افغان چارواکي، چې وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې یې نوم نه دی څرګند کړی، ویلي:« په دوحه کې پر دې سلا وشوه چې دوی به دا خبره په اسانه نه ردوي چې له موږ سره (د مارچ په لومړیو کې) د سولې خبرې نه کوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په اسلام آباد کې د سولې په اړه به مخامخ خبرو کې له ګډون څخه انکار کړی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور هېچا ته دا اجازه نه ده ورکړې، چې د سولې د خبرو په غونډه کې دې ګډون وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین