۰
حامد کرزى:

افغانان د ملي حاکمیت په برخه کې له خپل حق څخه نه تېرېږي

چهارشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۰۹
مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغانستان د بهرنیو اړیکو په چوکاټ کې یې پاکستانیانو ته په ډاګه کړې، چې افغانان د ملي حاکمیت په برخه کې له خپل حق څخه نه تېریږي او په دې لاره کې یې ګڼې قربانۍ هم ورکړي.
افغانان د ملي حاکمیت په برخه کې له خپل حق څخه نه تېرېږي
مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغانستان د بهرنیو اړیکو په چوکاټ کې یې پاکستانیانو ته په ډاګه کړې، چې افغانان د ملي حاکمیت په برخه کې له خپل حق څخه نه تېریږي او په دې لاره کې یې ګڼې قربانۍ هم ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې په هندوستان کې د رایسینا ډیالوګ په نوم جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال وکړې.
د ښاغلي کرزي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي،
نوموړي ویلي، چې د پاکستان سره يې د حسنه اړيکو د ساتلو هڅه کړې او هم يې غوښتوونکى وو خو په وینا یې د بهرنیو اړیکو په چوکاټ کې یې پاکستانیانو ته په ډاګه کړې، چې افغانان د ملي حاکمیت په برخه کې له خپل حق څخه نه تیریږي.
ښاغلی کرزی تېره ورځ هندوستان ته د هند د ټکنالوژۍ انسټېټیوټ په رسمي بلنه هغه هېواد ته ولاړ چې نورو لوړ رتبه کسانو يې ملتيا کوله.
حامد کرزي د خپل سفر په لومړى ورځ د رایسینا ډیالوګ په نوم جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د تېرو پنځلس کلونو پر مهال يې د ډيورنډ کرښې له رسميت پيژندني انکار کړى.
نوموړي ویلي، چې د پاکستان سره يې د حسنه اړيکو د ساتلو هڅه کړې او هم يې غوښتوونکى وو خو په وینا یې د بهرنیو اړیکو په چوکاټ کې یې پاکستانیانو ته په ډاګه کړې، چې افغانان د ملي حاکمیت په برخه کې له خپل حق څخه نه تیریږي.
ښاغلي کرزي په یاده غونډه کې دا هم ویلي، چې افغانان په سیمه کې له سترو اقتصادي هېوادونو، چین او هند سره د ښو اړیکو د دوام غوښتونکي دي.
پخواني ولسمسشر د افغانستان اقتصادي موقعیت ته په اشارې ویلي، چې دغه هېواد د جنوبي اسیا، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ هېوادونو پر نښلوونکي پل بدلېدای شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین