۰

په دوه چاودنو کې ۳۶ روسي کان کېندونکي وژل شوي

دوشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۷
رپوتونه وايي، د روسیې د ډبرو د سکرو په یوه کان کې د دوه پرلپسې چاودنو په ترڅ کې ۳۶ تنه کارکوونکي وژل شوي دي.
په دوه چاودنو کې ۳۶ روسي کان کېندونکي وژل شوي
رپوتونه وايي، د روسیې د ډبرو د سکرو په یوه کان کې د دوه پرلپسې چاودنو په ترڅ کې ۳۶ تنه کارکوونکي وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د روسیې په شمالي څنډه ورکوتا سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
ویل کېږي څلور تنه کان کېدونکي هغه مهال مړ شول، چې د غازو له امله چاودنه وشوه.
د رپوټونو پر بنسټ کله چې د ژغورنې ډلې هڅه کوله په کان کې ۶ پاتې کان کېدونکي وژغوري، چې بله چاودنه وشوه او د ژغورنې د ډلې د پنځو کارکوونکو په کې ټول کسان و وژل شول.
باید وویل شي، چې دغه د روسیې د کان کېندنې په برخه کې تر ټولو ستره او خونړۍ پېښه ده چې رامنځ ته کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین