۰

د سپین بولدک- چمن لار خلاصه شوه

يکشنبه ۹ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۲
سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار ولایت د سپین بولدک او چمن لار چې د پاکستاني ځواکونو له خوا تړل شوې وه، بېرته خلاصه شوه.
د سپین بولدک- چمن لار خلاصه شوه
سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار ولایت د سپین بولدک او چمن لار چې د پاکستاني ځواکونو له خوا تړل شوې وه، بېرته خلاصه شوه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لار له تېرو څو ورځو راهیسې د سوداګرو پر مخ تړل شوې وه، چې تر اوسه یې د تړل کېدو لامل نه دی معلوم.
ویل کېږي، د دغه ترانزیټي لارې د تړل کېدو په موده کې افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د سپین بولدک ولسوال حاجي سیدعلي وايي، دغه لار د پاکستاني ځواکونو له خوا تړل شوې وه، چې تېره ورځ بېرته پرانستل شوه.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال پر دغه لار تګ راتګ بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی خو تر اوسه هم دوی پر دې نه پوهېږي، چې پاکستاني ځواکونو دغه لار ولې تړلې وه؟
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک هم د دغه لارې خلاصېدو پخلی کړی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي په ډاګه کړي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان له لوري پر افغان سوداګرو ترازیټي لار بندېږي، بلکې له دې وړاندې هم دغه لار او دغه راز د تورخم لویه لاره د افغان سوداګرو پر مخ تړل شوې.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین