۰

کنړ کې ځانمرګي برید درنده مرګ ژوبله واړوله

شنبه ۸ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۰۰
چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د شوي ځانمرګي برید له امله ۱۱ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي، خو روغتیايي چارواکي زیاتوي، چې روغتون ته تر ۶۰ پورې ټپیان وروړل شوي دي.
کنړ کې ځانمرګي برید درنده مرګ ژوبله واړوله
چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د شوي ځانمرګي برید له امله ۱۱ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي، خو روغتیايي چارواکي زیاتوي، چې روغتون ته تر ۶۰ پورې ټپیان وروړل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن سهار د کنړ ولایت په مرکز اسعدآباد کې د ولایت مقام څنګ ته شوی دی.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزی وايي، د دغې برید موخه د دانګام ولسوالۍ قومي مشر حاجي خان جان و.
نوموړي ویلي، چې په دغه برید کې ۱۱ تنه وژل شوي، چې خپله حاجي خان جان هم په دې حمله کې وژل شوی.
د کنړ والي وایي، حاجي خان جان هغه کس و  چې د حکومت په ملاتړ یې فعالیتونه کول.
ښاغلی کلیمزی وايي، ډېری وژل شوي او ټپیانو کې ډېری ماشومان او ولسي وګړي دي.
ملک خان جان یو له هغه کسانو چې په دغه ولایت کې یې د وسله والو پر وړاندې ولسي پاڅون راپورته کړ، چې بیا یې د وسله والو له خوا کلي هم سوځول شوي وو.
په ورته وخت کې روغتیايي چارواکي وايي، د کنړ ولایتي روغتون ته تر ۶۰ پورې ټپیان وروړل شوي، چې تر درملنې لاندې دي.
ځینې رپوټونه وايي، چې ځانمرګی برید کوونکی پر موټر سایکل سپور و، او د خلکو له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې یې چاودنه کړې، خو بل خوا ویل کېږي، چې چاودنه د ولایت مخې ته په یوه پارک کې په یوه درول شوي موټر سایکل کې د چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې.
تر اوسه د خبر بشپړ جزیات نشته او نه هم د برید مسؤولیت چا پر غاړه اخیستی.
د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین