۰

غزني کې لس دولت ضد وسله وال وژل شوي

شنبه ۸ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۹
امنیتي چارواکي وايي افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو پر مهال د دوه مشهورو قوماندانانو په ګډون لس تنه وسله وال طالبان وژلي دي.
غزني کې لس دولت ضد وسله وال وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو پر مهال د دوه مشهورو قوماندانانو په ګډون لس تنه وسله وال طالبان وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وسله وال وړمه شپه دوه بجې د غزني ولایت په قرباغ ولسوالۍ د جامراد سیمې په یارک کلي کې وژل شوي.
د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امیري وايي افغان امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې ځمکني او هوايي عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې د دوه قوماندانانو په ګډون لس تنه وسله وال و وژل.
نوموړي زیاته کړه، چې په عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او د طالبانو ټولې وسلې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
بل خوا امنیتي سرچینې وايي، دا وژل شویو وسله وال هغه کسان دي، چې د کابل- کندهار پر لویه لار به یې خلک له موټرو راکوزول او وژل به یې.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین