۰

پوتین او سلمان بن عبدالعزیز د سوریې په اړه تلېفوني خبرې کړې

پنجشنبه ۶ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۴
د روسیې ولسمشر ولادیمرپوتین د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن العزیز سره د سوریې د کړکېچ په تړاو تلېفوني خبرې کړې دي.
پوتین او سلمان بن عبدالعزیز د سوریې په اړه تلېفوني خبرې کړې
د روسیې ولسمشر ولادیمرپوتین د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن العزیز سره د سوریې د کړکېچ په تړاو تلېفوني خبرې کړې دي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې کریملن وايي، پوتین او عزیز په دې ټلېفوني خبرو کې موافقه وکړه، چې د سوریې د جګړې د پای ته رسولو لپاره به خپلو تماسونو ته ادامه ورکوي.
پوتین د سوریې د جګړې د بندیدو لپاره د هغه اوربند پر جزیاتو خبرې هم کړې چې روسیې او د امریکا متحدو ایالتونو پرې موافقه کړې او ټاکل شوې چې د فبرورۍ له ۲۷ نافذ شي.
دغه راز د کریلمن په یوه بیان کې راغلي، چې ښاغلي پوتین او ښاغلي عزیز د پوځي او تخنیکي همکارېو په اړه هم خبرې وکړې
باید وویل شي، چې پوتین وروسته د سوریې د کړکیچ په اړه د ایران له ولسمشرحسن روحاني سره هم په ټیلفون خبرې کړې.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین