۰

د لشکر جنګوي ډلې مهم قوماندان نيول شوى

سه شنبه ۴ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۲۹
د پاکستان د پنجاب ایالت د ترهګرۍ سره د مبارزې چارواکي وايي، د لشکرجنګوي وسله والې ډلې مهم قوماندان رضوان اصف یې یو ځل بیا نیولی.
د لشکر جنګوي ډلې مهم قوماندان نيول شوى
د پاکستان د پنجاب ایالت د ترهګرۍ سره د مبارزې چارواکي وايي، د لشکرجنګوي وسله والې ډلې مهم قوماندان رضوان اصف یې یو ځل بیا نیولی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه محکمې ویلي، چې رضوان اختر کوتې ته پر لاره و، چې د ډېره اسماعیل خان سیمه کې ونیول شو.
دوی ویلي، چې رضوان اصف په کراچۍ او اسلام اباد کې په ترهګريزو کړنو کې په لاس لرلو تورن دى، چې دا مهال ورڅخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
باید وویل شي چې رضوان اصف وړاندې هم نیول شوی و، خو څه موده وړاندې محکمې نوموړی له زندان نه په ضمانت خوشي شوی وو.
لشکر جنګوي په پاکستان کې هغه ډله ده، چې پاکستان حکومت له دې ډلې سره په مرسته کولو تورن شوی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین