۰
امین الله امرخېل:

په غزني کې هېڅوک نشي کولای ځمکې غصب کړي

دوشنبه ۳ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۰
د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل خبردارۍ ورکړ، چې نور هېڅوک نشي کولی په غزني ولایت کې ځمکې غصب کړي.
په غزني کې هېڅوک نشي کولای ځمکې غصب کړي
د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل خبردارۍ ورکړ، چې نور هېڅوک نشي کولی په غزني ولایت کې ځمکې غصب کړي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې امرخېل وايي په غزني ولایت کې زرګونه جریبه ځکه د زورواکو او مافیايي کړیو له خوا غصب شوې، خو نور به څوک د دې جرئت ونه کړي، چې ځمکې غصب کړي.
امرخېل وویل«تر اوسه کومه ځمکه چې لاندې شوې وه، هغه مخکې وه خو اوس به دومره جرئت څوک پیدا نه کړي چې راشې او په غزني کې ځمکه لاندې کړي.»
باید وویل شي امرخېل دغه څرګندونې له هغې وروسته کوي، چې څو ورځې وړاندې د غزني ولایتي شورا ویلي و، چې په دې ولایت کې ۱۱۵۰ زره جرېبه ځمکه غصب شوې ده.
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین