۰

په غور کې د داعش یو مشر نیول شوی

شنبه ۱ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۵
امنیتي چارواکي وايي، په غور ولایت کې د داعش وسله والې ډلې یو سیمه ییز مشر د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
په غور کې د داعش یو مشر نیول شوی
امنیتي چارواکي وايي، په غور ولایت کې د داعش وسله والې ډلې یو سیمه ییز مشر د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد محمودي زیاتوي، چې دغه داعش قوماندان تېره ورځ د غور مرکز فیروزکوه ته نېږدې نیول شوی دی.
که څه هم محمودي د داعش د نیول شوی قوماندان نوم نه دی اخیستی خو وايي، چې نوموړی د مرغاب اوسېدونکی دی.
نوموړي وویل، چې دا شخص تر دې وړاندې د غور په شمال کې د وسله والو طالبانو مشر و او له څو میاشتو راهیسې د داعش وسله والې ډلې سره یوځای شوی.
د محمودي په خبره چې یاد کس دا مهال په غور ولایت کې د داعش ډلې مشري کوله.
په غور کې د داعش دغه سیمه ییز مشر پر داسې مهال نیول کېږي، چې په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په پیل شویو عملیاتو کې داعش ته درنده مرګ ژوبله اوښتې او اچین ولسوالي په مکمله توګه له داعش ډلې پاکه شوې.
جمهور آژانس:غور
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین