۰
ګلاب منګل:

له ولسي ملاتړ پرته د پروژو پلي کول ستونزمن دي

شنبه ۱ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۲
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل وايي، چې د قومي مشرانو او ولسي ملاتړ پرته د ټاپي او یا هم نورو پروژو پلي کېدل ستونزمن کار دی.
له ولسي ملاتړ پرته د پروژو پلي کول ستونزمن دي
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل وايي، چې د قومي مشرانو او ولسي ملاتړ پرته د ټاپي او یا هم نورو پروژو پلي کېدل ستونزمن کار دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي منګل دغه څرګندونې تېره ورځ هلمند ته د رسمي سفر پر مهال د دغه ولایت له چارواکو، قومي مشرانو او ولسونو سره په غونډه کې وکړې.
له سرحدونو او قبایلو چارو وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هلمند ولایت ته د محمد ګلاب منګل د سفر موخه د ټاپي پروژې د پلې کېدلو لپاره ولسي ملاتړ تر لاسه کول دي.
نوموړي په خپلوخبرو کې وویل«د قومي مشرانو او ولسي جوړښتونو له ملاتړ پرته د هرې پروژې پلي کېدل ستونزمن دي، موږ باید له عام ولس او امنیتي ځواکونو سره ګډ کار وکړو، ترڅو دغه ستره ملي اقتصادي پروژه له کوم خڼد پرته تطبیق کړو.»
بل خوا د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر دا هم وویل، چې په هلمند ولایت کې د پاکستاني پوځیانو د راوښتلو او مداخلې موضوع به په جدي توګه له نېږدې وڅېړي.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین