۰

د افغانستان او پاکستان پوځي چارواکو پر امنیت خبرې وکړې

پنجشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۲۵
پاکستاني رسنۍ واي، د افغان پوځ یوه پلاوي د بلوچستان ایالت په کوټه کې د پاکستان د پوځ له قوماندانانو سره د امنیت په اړه خبرې اترې وکړې.
د افغانستان او پاکستان پوځي چارواکو پر امنیت خبرې وکړې
پاکستاني رسنۍ واي، د افغان پوځ یوه پلاوي د بلوچستان ایالت په کوټه کې د پاکستان د پوځ له قوماندانانو سره د امنیت په اړه خبرې اترې وکړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې رسنۍ زیاتوي، چې د افغان پوځ دغه ۹ کسیزه پلاوی تېره ورځ چهارشنبې کوټې ته ورغلی و.
د افغان پوځ د پلاوي مشري د ډګر جنرال محمد منان فقیري په غاړ وه، چې د پاکستان د پوځ د جنوبي قوماندې له قوماندان ډګر جنرال عامر رضا سره یې ولیدل.
پاکستاني رسنۍ زیاتوي، چې په دغه ناسته کې دواړو خواوو د ډیورند کرښې په اوږدو کې په امنیتي مسایلو او همداراز په یو لړ نورو موضوعاتو باندې خبرې وکړې او موافقه یې وکړه، چې د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې باید همږغي او امنیتي ترتیبات زیات شي.
باید وویل شي، چې دا په تېره یوه میاشت کې دوهم ځل دی، چې د افغانستان او پاکستاني پوځي قوماندانان سره ګوري او په امنیتي برخه کې پر همکاریو سره خبرې کوي.
تر دې څه موده وړاندې د افغان پوځ یو پلاوی خیبر پښتونخوا او راولپنډۍ ته تللی و، او له پاکستاني قوماندانو سره یې کتلي و.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین