۰

ملي امنیت په کندهار کې درې وسله وال نیولي

پنجشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۱۹
د کندهار د ملي امنیت منسوبینو په دغه ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون درې تنه دولت ضد وسله وال نیولي دي.
ملي امنیت په کندهار کې درې وسله وال نیولي
د کندهار د ملي امنیت منسوبینو په دغه ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون درې تنه دولت ضد وسله وال نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، هغه مهال لاس په لاس نیولي، چې د ملي اردو د دوه سرتېرو څخه یې په پيسو اخیستې دهشکه لېږدوله.
په خبرپاڼه کې نیول شوي کسان پای محمد مشهور په ګران، د تاج محمد زوی د اروزګان ولایت اوسېدونکی، د طالبانو قوماندان محب الله د عبدالکریم زوی د کندهار ولایت د ۱۱ ناحیې اوسېدونکی او نېک محمد د یار محمد زوی اصلي د اروزګان او فعلآ د کندهار ښار اوسېدنکی دي.
خبرپاڼه وايي، دوسله والو مخالفينو د سرګروپي قومندان پاى محمد او په کندهار کې د ملي اردو د دوو تنو سرتېرو محب الله او نيک محمد سره داړيکو په نتېجه کې يادو دوو کسانو يو ميل دهشکه ،په دوه سوه زره پاکستانۍ کالداري د وسله والو مخالفينو پر ګروپي قومندان پلورلې وه چې د ملي امنيت رياست د منسوبينو له لوري درې واړه لاس په لاس ونيول شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغو وسله والو پر خپلو دولت ضد فعاليتونو اعتراف هم کړى دى خو د ملي اردو د دوه سرتېرو په اړه یې څه نه دي ویلي.
تر اوسه وسله والو مخالفینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین