۰

اروزګان کې به راتلونکی کال لسګونه پروژې پلې شي

پنجشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۴
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وزیر وايي، د ۱۳۹۵ مالي کال په اوږدو کې به په اروزګان ولایت کې د (۱۲۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د زراعت، مالدراۍ او اوبو لګونې په برخه کې لسګونه پروژې پلې کړي.
اروزګان کې به راتلونکی کال لسګونه پروژې پلې شي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وزیر وايي، د ۱۳۹۵ مالي کال په اوږدو کې به په اروزګان ولایت کې د (۱۲۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د زراعت، مالدراۍ او اوبو لګونې په برخه کې لسګونه پروژې پلې کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اسدالله ضمیر دغه څرګندونې اروزګان ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له چارواکو او قومي مخور سره د کتنې پر مهال وکړې.
د اروزګان د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو او کرونده ګرو له وزیره وغوښتل، چې مرکزي حکومت دې دوی ته عملي کارونه ترسره او د دوې زراعت ته دې خاصه پاملرنه وکړي.
هغوی وویل دا چې د اروزګان اقتصاد يي پر زراعت، مالدارۍ او باغدارۍ ولاړ دی، نو باید حکومت ورته زیاته پاملرنه وکړي.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونی وزیر اسد الله ضمیر په خپلو خبرو کې وویل، چې راتلونکی کال به په دغه ولایت کې لسګونه پروژې پلې کړي.
نوموړي وویل«په دغه پروژو کې د اوبو سربندونه، د اوبو کانالونه، استنادې دیوالونه، سوړ ساتنځایونه، د شهدو مچیو د روزني پروګرامونه، د بزګرانو د روزني پروګرامونه، د ممیزو وچولو ځانګړي خوني، د مثمر او غیر مثمر نیالګیو د روزني پروګرامونه، د باغدارۍ د ودي پروګرامونه، دبادامو د پاکولو او پروسس د (۵) دستګاو نصبول، د حیواني او نباتې کلینک غني کول او داسې نوري پروژي شاملي دي.»
ښاغلي ضمیر وايي د یادو فعالیتونو سره به سلګونه اروزګاني ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او د دې ترڅنګ به د زراعت او مالدارۍ سکتور په کافي اندازه پرمختګ وکړي.
هغه په اروزګان کې د اوبو د یوي ذخیرې او د استنادي دیوال د پروژو بنسټ ډبرې کېښودې او د دې ترڅنګ يې د مثمرو نیالیګیو د ویش یوه پروژه هم پرانسته.
د هغه په وینا د سفر یوازنۍ موخه په اروزګان ولایت کې د زراعت په برخه کې یوه عمومي ارزونه وه او له دې وروسته به د اروزګان ولایت د زراعت برخي ته پوره پاملرنه ولري، ترڅو د خلکو په اقتصادې فعالیتونو کې مثبت بدلون رامنځته شې.
جمهورآژانس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین