۰
حکمت خلیل کرزی:

ملګري ملتونه باید افغان ځواکونه له بدنامه لېسته وباسي

چهارشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۹
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ملګري ملتونه باید افغان ځواکونه له هغه بدنامه لېست نه وباسي چې ویل کېږي په لیکو کې یې ماشومان جذب کړي دي.
ملګري ملتونه باید افغان ځواکونه له بدنامه لېسته وباسي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ملګري ملتونه باید افغان ځواکونه له هغه بدنامه لېست نه وباسي چې ویل کېږي په لیکو کې یې ماشومان جذب کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیوچارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي دغه غوښتنه تېره ورځ په کابل د منازعاتو او ماشومانو په برخه کې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي څخه د ګډې خبري غونډې پرمهال وکړه.
نوموړي وویل«که د ماشومانو ژوند او خوندیتوب ته جدي پام ونه شي پایه داره سولې ته رسیدل امکان نه لري موږ باید مطمینه شو چې ماشومان زده کړو ته لاس رسی لري، ژوند یې ډاډمن دی او کولای شي په امنه فضا کې خپلې چارې پرمخ یوسي»
ښاغلي کرزي ډاډ ورکړ، چې افغان حکومت به جدي توګه د ماشومانو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی.
په ورته وخت کې د منازعاتو او ماشومانو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې میرمن لیلا زروګۍ وايي، افغان حکومت د ماشومانو د حقونونو د خوندیتوب په برخه کې اقدامات کړي خو لا هم ډیرو نورو هڅو ته اړتیا ده.
اغلې زروګۍ دا ونه ویل چې ملګري ملتونه به کله او څنګه له هغه بدنامه لیسته د افغان امنیتي ځواکونو نوم وباسي چې په لیکو کې یې کمره عمره ماشومان موجود دي خو په دې برخه کې یې د شته ستونزو پر اوارۍ ټینګار وکړ.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین