۰

غزني کې د خپل منځي نښتې پر مهال ۲۷ طالبان وژل شوي

سه شنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۱
د غزني چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د دوه ډلو تر منځ جګړه کې ۲۷ طالبان وژل شوي او درې مرکزونه یې ویجاړ شوي دي.
غزني کې د خپل منځي نښتې پر مهال ۲۷ طالبان وژل شوي
د غزني چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د دوه ډلو تر منځ جګړه کې ۲۷ طالبان وژل شوي او درې مرکزونه یې ویجاړ شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمدامان حمیم وايي، دغه جګړه نن سهار څلور بجې د غزني په ناوې ولسوالۍ کې پیل شوې، چې لا هم دوام لري.
نوموړي وویل، چې جګړه د ملا اختر محمد منصور او د ملا محمد رسول د ډلو تر منځ شوې، چې له دواړو لورو ۲۷ تنه په کې وژل شوي دي.
دی زیاتوي، چې په دې جګړه کې ۱۶ موټر او د طالبانو درې مرکزونه هم سوځول شوي دي، خو دا چې مرګ ژوبله کومې ډلې ته زیاته اوښتې په اړه یې معلومات ورنه کړل.
تر اوسه وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
په غزني کې د طالبانو د دوه ډلو تر منځ دغه جګړه پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې هلته په پکتیکا کې هم د طالبانو ملا اختر محمد منصور او د نوې ډلې د مشر مولوي عبیدالله هنر د ډولو تر منځ په څو ورځینو جګړو کې له دواړو لورو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په پکتیکا کې د مولوي عبیدالله هنر تر مشرۍ لاندې ډلې نوی اعلان کړی او ځان د ملا محمد رسول په ډله پورې تړلې بولي.
جمهور آژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین