۰

لوګر کې سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي

سه شنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۱
چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو پر مهال سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکي او په تړاو یې درې کسان نیولي دي.
لوګر کې سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي
چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو پر مهال سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکي او په تړاو یې درې کسان نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه عملیات تېره ورځ د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د سپین جومات په سیمه کې تر سره شوي دي.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي، امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې په یوه کور عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې ۷۳۳ کیلوګرامه تریاک، یو ډاډسن موټر او دوه میله وسلې تر لاسه کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه نشه يي توکو په تړاو درې تنه هم نیول شوي او یو بل وژل شوی دی، خو امنیتي ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
د لوګر د والي ویاند وايي، نشه يي توکي د هېواد له ختیځو ولایتونو ازرې ولسوالۍ ته راوړل کېږي او بیا له دې ځایه د هېواد نورو برخو ته لېږدول کېږي.
د هغه په وینا دا چې وسله وال مخالفین د دغه نشه يي توکو له درکه په زیات شمېر پیسې تر لاسه کوي نو ځکه یې مخه هم نه نیسي.
جمهورآژانس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین