سیمه ییزه چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو دیني عالم مولوي احمدشاه په ډزو وژلی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ ماسپښین مهال د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار په انګور باغ سیمه کې رامنځ ته شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وايي، احمدشاه د ښار په یو جومات کې د قران کریم د ترجمې له غونډې وروسته بل جومات ته پلې روان و چې برید پرې وشوه.
نوموړي زیاته کړه، چې مولوي احمدشاه کومه حکومتي دنده نه درلوده او په اړه یې څېړنې روانې دي.
د چارواکو په خبره برید کوونکي په موټر سایکل سپاره و، او له سیمې په تېښته بریالي شوي خو امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې پیل کړې.
تر اوسه چا د دغه وژنې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
دا لومړی ځل نه دی چې یو دیني عالم د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل کېږي، بلکې له دې وړاندې هم لسګونه دیني عالمان او سلګونه قومي مخور د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار