۰
دیمتري میدویدوف:

په سوریه کې مداخلې ته دوام ورکوو

سه شنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۷
د روسیې لومړي وزیر دیمتري میدویدوف ویلي، مسکو به تر هغې په سوریه کې خپلې پوځي مداخلې ته دوام ورکړي ترڅو د سوریې ولسمشر بشارالسد په خپل هېواد کې سولې ته نه وي رسېدلی.
په سوریه کې مداخلې ته دوام ورکوو
د روسیې لومړي وزیر دیمتري میدویدوف ویلي، مسکو به تر هغې په سوریه کې خپلې پوځي مداخلې ته دوام ورکړي ترڅو د سوریې ولسمشر بشارالسد په خپل هېواد کې سولې ته نه وي رسېدلی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي میدویدوف دغه څرګندونې له ټایمز مجلې سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.
نوموړي د سوریې د حکومت مخالفین غله او ترورېستان بللي او ویلي یې دي، سوله هغه مهال ممکنه ده چې ولسمشر بشار اسد د حکومت ضد مخالفینو سره خبرو ته کېني.
ده زیاته کړې، چې د سولې پروسه باید د سوريي په سیاسي ډګر کې د ولسمشر اسد راتلونکې هم مشخص کړي.
د روسیې لومړي وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې سعودي عربستان او ترکیې چمتوالی ښودلی، چې د داعش پر ضد جګړې له پاره سوریې ته ځمکني ځواکونه دننه کړي.
خو میدویدوف د تېرې پنشنې په ورځ خبردارۍ ورکړی و، چې که چېرې د امریکا او عربي هېوادونو ځمکني ځواکونه سوریې ته د ننه شي، دریم نړیوال جنګ به رامنځ ته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې لومړي وزیر داود اوغلو چې ترکیه به اجازه ورنکړي، چې په سوریه کې اعزاز ښار د کردانو لاس ته ولوېږي.
اوغلو ویلي، چې روسیه د نړیوالو شخړو د رامنځ ته کېدو په هڅه کې ده.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین