۰

ننګرهار کې ۱۸ کلي له داعشیانو پاکې شوې

دوشنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۴۵
امنیتي چارواکي وايي، د ګډو افغان ځواکونو د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه د ننګرهار ۱۸ کلي له داعش پاک شوي او ۳۵ تنو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ننګرهار کې ۱۸ کلي له داعشیانو پاکې شوې
امنیتي چارواکي وايي، د ګډو افغان ځواکونو د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه د ننګرهار ۱۸ کلي له داعش پاک شوي او ۳۵ تنو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې له تېرو دریو ورځو راهیسې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا عملیات پیل شوي، چې لا هم دوام لري.
افغان ځواکونه تېره ورځ د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلي او
په ننګرهار کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال نسیم سنګین وايي، په دې عملیاتو کې ۱۸ کلي له داعش نه پاک شوي، ۲۵ داعشیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د ملي اردو د چارواکي وايي، داعش ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې.
په ننګرهار کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال نسیم سنګین وايي، په دې عملیاتو کې ۱۸ کلي له داعش نه پاک شوي، ۲۵ داعشیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د داعش ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد وايي، داعشیان اوس د بانډر او مامند په اخر سر ته رسول شوي او پر وړاندې یې عملیات دوام لري، تر څو هغه سیمې هم ترې پاکې شي.
د سیمې اوسېدونکو، قومي مشرانو او پاڅون کوونکو هم په دغه عملیاتو خوښي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې نور به دوی خپلې سیمې په خپله ساتي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین