۰

کندهار کې ۲۱ وسله وال وژل شوي

چهارشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۴
د کندهار امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا د ۲۱ تنو دولت ضد وسله والو د وژلو خبر ورکړ.
کندهار کې ۲۱ وسله وال وژل شوي
د کندهار امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا د ۲۱ تنو دولت ضد وسله والو د وژلو خبر ورکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه دوه بجې د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ له لام، تنبېل او چنار سیمو کې عملیات کړي.
د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، په دې عملیاتو کې ۲۱ تنه وسله وال مخالفین وژل شوی، ۱۱ تنه ټپیان او دوه ژوندي نیول شوي.
نوموړي وویل، چې په دې عملیاتو کې ملي امنیت ځواکونو او وسلې وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
خو طالبان وايي، د افغان ګډو ځواکونو په دې عملیاتو کې ۱۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي، ګډو امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې بمبار هم کړی دی.
باید و ویل شي خاکرېز د کندهار یو له هغه ولسوالیو څخه ده، چې ډېرې سیمې یې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.
جمهور آژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین