۰
جنرال کېمبل:

هڅه کوو په ۲۰۱۶ کال د ناټو هېڅ سرتېری له افغانستانه ونه وځي

پنجشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۷
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کېمبل ویلي دی غواړي، چې د امریکا او ناټو هېڅ سرتېری په ۲۰۱۶ کال کې له افغانستانه ونه وځي.
هڅه کوو په ۲۰۱۶ کال د ناټو هېڅ سرتېری له افغانستانه ونه وځي
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کېمبل ویلي دی غواړي، چې د امریکا او ناټو هېڅ سرتېری په ۲۰۱۶ کال کې له افغانستانه ونه وځي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې جنرال کېمبل دغه څرګندونې تېره ورځ د امریکا له یو اېس ټوډې ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو سره د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او د ترهګرۍ ضد عملیاتو له پاره
د نوموړي په خبره چې د ۲۰۱۷ م کال تر جون میاشتې پورې د ۵۵۰۰ سرتېرو د ایستلو مهالوېش باید تر هغو وځنډول شي چې ممکنه وي.
د اوسنیو ۹۸۰۰ بهرنیو سرتېرو شتون حیاتي دی.
د نوموړي په خبره چې د ۲۰۱۷ م کال تر جون میاشتې پورې د ۵۵۰۰ سرتېرو د ایستلو مهالوېش باید تر هغو وځنډول شي چې ممکنه وي.
نوموړي دغه ورځپاڼې ته ویلي«زما تکل به دا وي، هر څومره چې کېدای شي، هومره زیات سرتېري پاتې شي.»
ده وویل چې په سیمه کې د قوماندان په توګه د ده دنده دا ده چې پر له پسې د حالاتو جاج واخلي.
نوموړي زیاته کړې دې ته په کتو سره چې د ۲۰۱۵ کال له لومړیو بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې خپل عملیات درولي وسله والو له دې خلا ګټه اخیستې او خپلو بریدونو ته یې زور ورکړی دی.
خو په خبره یې د افغانستان حالاتو دومره هم مایوسوونکي نه دي، بلکې د پرمختګ نښې هم شته، چې ښې
د هغه په وینا په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ۲۶۲ لوی ځانمرګي بریدونه شوي و خو په ۲۰۱۵ کال کې ۱۶۸ شوي دي.
بېلګې یې د ځانمرګو بریدونو ۳۶ سلنه کمووالۍ دی.
د هغه په وینا په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ۲۶۲ لوی ځانمرګي بریدونه شوي و خو په ۲۰۱۵ کال کې ۱۶۸ شوي دي.
ټاکل شوې ده چې جنرال کېمبل ژر واشنګټن ته لاړ شي څو د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه جګپوړو امریکايي چارواکو ته معلومات ورکړي او په دې ورسره وږغېږي چې په افغانستان کې څومره امریکايی پوځیانو ته اړتیا ده.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي« هر ځل چې زه ولسمشر ته ورغلی یم، ورته ویلي مې دي چې مثلاً ایکس ته اړتیا لرم. زه ډېر ډېر نېکمرغه یم چې ده راسره موافقه کړې ده. نو د دې معنا دا دی چې ولسمشر ډېر انعطاف منونکی دی.»
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین