۰
حضرت علي:

بهرني ځواکونه د داعش ملاتړ کوي

يکشنبه ۶ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۴۸
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی او په ختیځو ولایتونو کې د جهادي شورا مشر حاجي حضرت علي وايي، بهرني ځواکونو په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي.
بهرني ځواکونه د داعش ملاتړ کوي
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی او په ختیځو ولایتونو کې د جهادي شورا مشر حاجي حضرت علي وايي، بهرني ځواکونو په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي حضرت علي دغه څرګندونې تېره شپه د ننګرهار په ولایتي شورا کې د سلګونو کسانو او قومي مشرانو په غونډه کې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې پر حکومت هم نیوکه وکړه،
حاجي حضرت علي له داعش څخه د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ په اړه وویل« په سره رود ولسوالۍ کې يې په تورو جامو کې خلک ښکته کړي، د لغمان د يوه غره په ځنګل کې ورته الوتکې ښکته شوي، د چپرهار په ولسوالۍ کې ښکته شوي، دا زموږ د وژنې ډرامه ده او روانه ده.»
چې په وینا یې د داعش پر وړاندې مبارزه کې له جدیت نه کار نه اخلي.
حاجي حضرت علي له داعش څخه د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ په اړه وویل« په سره رود ولسوالۍ کې يې په تورو جامو کې خلک ښکته کړي، د لغمان د يوه غره په ځنګل کې ورته الوتکې ښکته شوي، د چپرهار په ولسوالۍ کې ښکته شوي، دا زموږ د وژنې ډرامه ده او روانه ده.»
نوموړي خبردارۍ ورکړ، چې حکومت او بهرني ځواکونه باید د داعش ډلې پر وړاندې ګډه پالیسي جوړه کړي، که نه په وینا یې دوی په ډېر ژر په دې تړاو خپله پرېکړه وکړي.
حضرت علي زیاته کړ، چې دغه چیغې یې د ولس له پاره دي، دی د نظام ملاتړی دی او نه غواړي، چې نظام چپه شي خو په وینا یې په شینوارو کې داعش بیا قوي شوی او وسله وال یې ډېر شوي دي.
د ختیځو ولایتونو د جهادي شورا مشر وویل چې له دغه ولایتونو به تر ۲۰۰ پورې کسان له ځان سره کابل ته بیايي او د یادې موضوع په اړه به له حکومته وضاحت وغواړي.
دغه راز په غونده کې د ننګرهار د
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل«موږ له حکومته د دې چورلکې په اړه وضاحت غواړو، چې دغلته یې د څه له پاره ناسته کړې.»
ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري وویل چې دوی له مرکزي حکومته د هغه چورلکې په اړه معلومات غواړي، چې څو ورځې وړاندې د سره رود ولسوالۍ د هجرت کلي د تورغره په سیمه کې یې ناسته کړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل«موږ له حکومته د دې چورلکې په اړه وضاحت غواړو، چې دغلته یې د څه له پاره ناسته کړې.»
ښاغلي زمري په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې پوځي عملیات بریالي ونه بلل او ویې ویل، چې له دغه ولسوالۍ افغان سرتېري راوتلي او هلته داعش بیا قوي شوی دی.
په ورته وخت کې د شنیوار یو ځینو قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وویل، چې د بهرنیو ځواکونو الوتکې د داعش جنګیالي وړي
په ورته وخت کې د شنیوار یو ځینو قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وویل، چې د بهرنیو ځواکونو الوتکې د داعش جنګیالي وړي راوړي او دوی دغه کار په خپلو سترګو ویني.
راوړي او دوی دغه کار په خپلو سترګو ویني.
قومي مشرانو ګواښ وکړ، چې که د ملي یووالي حکومت په دې اړه وضاحت ورنکړي نوی دوی به ډېر ژر خپله پرېکړه اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي درې ورځې وړاندې په خبري کنفرانس کې دغه خبرې چې ګڼې د بهرنیو ځواکونو الوتکې داعش سره مرسته کوي تشې اوازې او رواني تبلیغات وبلل.
ښاغلي ستانکزي د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د چورلکې د ناستې په اړه چې د سیمې د خلکو په وینا داعش جنګیالي یې ښکته کړي وویل، چې دا خبرې نا سمې دي او په وینا یې دغه ډول ادعاوې په وار وار شوې خو په اړه یې اسناد او شواهد نه دي وړاندې شوي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین