۰

افغانستان په کرکټ کې یوه بې سارې او تاریخي بریا تر لاسه کړه

شنبه ۵ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۳
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوه بې سارې او تاریخي لوبه کې زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې ته لویه ماته ورکړه.
افغانستان په کرکټ کې یوه بې سارې او تاریخي بریا تر لاسه کړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوه بې سارې او تاریخي لوبه کې زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې ته لویه ماته ورکړه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د افغانستان په کوربتوب دغه لوبه تېره ورځ د دوبۍ په شارجه لوبغاړي کې تر سره شوه.
د لوبې بچه افغان لوبډل مشر اصغرستانکزي وګټله او خپله یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان
افغانستان له ټاکلو پنځوس اورونو ۳۹ ولوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سیالې لوبډلې ته ۱۳۲ منډو هدف وټاکه.
د لوبې پیل ښه و، خو د شهزاد له زر سوځېدو سره ټول لوبغاړي یو پر بل پسې ژر ژر وسوځېدل.
په افغان لوبغاړو کې یوازې نورعلي ځدراڼ و، چې ویې کولای شول پنځوسیزه پوره او ۶۳ منډې وکړې خو نور ټول لوبغاړي تر ۲۰ په کمو منډو وسوځېدل.
افغانستان له ټاکلو پنځوس اورونو ۳۹ ولوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سیالې لوبډلې ته ۱۳۲ منډو هدف وټاکه.
یو وخت داسې ښکارېده، چې زمبابوې به دغه ټاکل شوی هدف په دېر اسانۍ او ژر پوره کړي، خو افغان توپ اچوونکو نه یوازې دوی ته دغه هدف سخت کړ، بلکې لوبه یې ترې وګټله.
زمبابوې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۰ اور کې
یو وخت داسې ښکارېده، چې زمبابوې به دغه ټاکل شوی هدف په دېر اسانۍ او ژر پوره کړي، خو افغان توپ اچوونکو نه یوازې دوی ته دغه هدف سخت کړ، بلکې لوبه یې ترې وګټله.
۸۲ منډې وکړې او افغانستان ترې لوبه د ۴۹ منډو په توپیر ترې وګټله.
د افغان توپ اچوونکو له خوا امیر حمزه ۴، محمد نبي ۳، میرویس اشرف ۲، لوبغاړي وسوځول.
د دغه لوبې غوره لوبغاړی امیر حمزه شو او ۲۰۰۰ امریکايي ډالر جایزه ورکړل شوه.
باید وویل شي، چې دا د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د پنځوس اوریزه سیالیو د سیریز لومړۍ لوبه وه او پاتې څلور نورې لوبې به هم په شارجه لوبغاړي کې په راتلونکو ورځو کې پیل شي.
د افغانستان او زمبابوې دوهمه پنځوس اوریزه لوبه د راتلونکې سه شنبې په ورځ تر سره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان پر پنځوس اوریز سریز سربېره یو ۲۰ اوریز سریز هم لري، چې په همدې شارجه لوبغاړي کې به تر سره شي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین