۰

د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف کابل ته راځي

پنجشنبه ۳ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۴
د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت او بهرنیو چاروسلاکار سرتاج عزیز وايي، د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف به د روانې میلادي میاشتې په پای کې کابل ته سفر وکړي.
د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف کابل ته راځي
د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت او بهرنیو چاروسلاکار سرتاج عزیز وايي، د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف به د روانې میلادي میاشتې په پای کې کابل ته سفر وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي عزیز تېره ورځ په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې کابل ته د شریف د سفر موخه له افغان چارواکو سره د سولې پروسې په ګډون، پوځي همکارۍ، سرحدي امنيت او د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې وکړي،
هغه په خپلو خبرو کې وویل«د پوځ مشر به په روانه مياشت کې افغانستان ته سفر وکړي، خو تر دې مخکې به د جنورۍ په لومړۍ هفتې کې د هغې څلور اړخيزې کمېټې غونډه وشي چې په دې وروستيو کې رامنځته شوې ده، څو د دې جاېزه واخلي چې د سولې خبرې چېرته، په کومو شراېطو او کومه طريقه وشي.»
نوموړي په ورته وخت کې دا هم ویلي، چې د افغان سولې په اړه به د پاکستان، افغانستان، چین او امریکا د استازو یوه څلور اړخیزه کمېټه جوړه او غونډه به وکړي.
سرتاج عزیز زیاته کړې، چې دغه کمېټه به د سولې په پروسې د څار یو میکانېزم رامنځته کړې او خپلې ارزونې به له ښکېلو اړخونو سره شریې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې روپوټونه وايي، پاکستان له طالبانو او حقاني شبکې نه غوښتي، چې د سولې خبرو له پاره چمتو شي، خو وسله والو طالبانو ویلي، چې دوی د سولې په برخه کې پر خپل پخواني دریځ ولاړ دي او تر هغه به د سولې خبرې پیل نه کړي، چې تر څو ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وتي نه وي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین