۰

هند لومړنۍ مي ۲۵ پوځي چورلکه افغانستان ته وسپارله

سه شنبه ۱ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۲۶
هندي سرچنې وايي، چې هندوستان له افغانستان سره د ژمنه کړیو څلورو مي ۲۵ ډوله پوځي الوتکو له ډلې لومړنۍ چورلکه افغانستان ته وسپارله.
هند لومړنۍ مي ۲۵ پوځي چورلکه افغانستان ته وسپارله
هندي سرچنې وايي، چې هندوستان له افغانستان سره د ژمنه کړیو څلورو مي ۲۵ ډوله پوځي الوتکو له ډلې لومړنۍ چورلکه افغانستان ته وسپارله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، چې ښايي درې نورې ورته چورلکې به هم ډېر ژر او ښايي کابل ته هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د سفر پر مهال افغانستان ته وسپارل شي.
خو افغان چارواکو تر اوسه د دغه چورلکې د ورکړې په اړه څه نه دي ویلي.
د هندي سرچینو د معلومانو له مخې ښايي ښاغلی مودي د راتلونکې جمعې په ورځ له روسیې څخه د بېرته ستنېدو پر مهال په کابل کې تم شي او د افغانستان د ملي شورا له پاره د هند له خوا د نوې جوړې شوې ودانۍ پرانسته وکړي.
باید وویل شي، چې کابل ته د ښاغلي مودي د سفر په اړه څو ورځې وړاندې هندي رسنیو خبر ورکړی و او ویلي یې و، چې ښايي ښاغلی مودي د روانې میلادي میاشتې په وروستیو ورځو کې کابل ته سفر وکړي.
که څه هم هند تر دې وړاندې په ملکي برخه کې له افغانستان سره ډېرې مرستې کړې، خو دا لومړی ځل دی، چې هند په پوځي برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین