۰
مدني ټولنې:

د حراست او ثبات شورا د امتیاز ترلاسه کولو په موخه جوړه شوې

سه شنبه ۱ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۰
د افغانستان د بېلا بېلو مدني ټولنو غړي وايي، د افغانستان د حراست او ثبات په نوم د نوې جوړې شوې شورا هدف د ملي یووالي له حکومته امتیاز تر لاسه کول دي.
د حراست او ثبات شورا د امتیاز ترلاسه کولو په موخه جوړه شوې
د افغانستان د بېلا بېلو مدني ټولنو غړي وايي، د افغانستان د حراست او ثبات په نوم د نوې جوړې شوې شورا هدف د ملي یووالي له حکومته امتیاز تر لاسه کول دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه مدني بنسټونو غړو تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د حراست او ثبات شورا یوازې د دې په هدف جوړه شوې، چې له حکومته امتیاز تر لاسه کړي.
د دغه بنسټونو د ځینو غړو په خبره دا چې د یادې شورا عمده غړي په حکومت کې دندې نه لري نو د امتیاز تر لاسه کولو له پاره یې د دې شورا په جوړولو لاس پورې کړی.
د افغان ملي غورځنګ په نوم د مدني بنسټ غړي عطا الله حیران په دې غونده کې وویل چې د حراست او ثبات شورا عمده غړي هغه کسان دي چې په اوسني حکومت کې دندې نه لري.
باید وویل شي، چې د حراست او ثبات شورا د جمعې په ورځ جوړه شوه چې زیاتره غړي یې د پخواني حکومت د کابینې غړي او پخواني جهادي مشران دي.
د دغه شورا وتلې څېرې پخواني جهادي مشر او د دعوت اسلامي ګوند مشر استاد سیاف، د پخواني ولسمشر کرزي مرسیتال محمد یونس قانوني، د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر محمد اسماعیل خان، د اقتصاد پخوانیو زیر او د حزب اسلامي مشر عبدالهادي ارغندیوال، د دفاع پخوانی وزیر بسم الله محمد، د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمرداودزی، د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیم، د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلیم یار دي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین