۰
هایسم:

افغانستان باید د سولې له پاره سیاسي حل لاره پیدا کړي

سه شنبه ۱ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۲
په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی او د سیاسي دفتر یوناما مشر نیکولاس هایسم وايي، افغانستان اړ دی، چې د سولې له پاره سیاسي حل لار پیدا کړي.
افغانستان باید د سولې له پاره سیاسي حل لاره پیدا کړي
په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی او د سیاسي دفتر یوناما مشر نیکولاس هایسم وايي، افغانستان اړ دی، چې د سولې له پاره سیاسي حل لار پیدا کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې هایسم دغه څرګندونې تېره ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په هغه غونډه کې وکړې، چې د افغانستان له پاره ځانګړې شوې وه.
په دغه غونډه کې د افغانستان پر حالاتو خبرې اترې وشوې او هایسم وویل چې ۲۰۱۵ کال د افغانانو له پاره یو له ستونزو ډک کال وو.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې که څه هم په دې کال
هغه په خپلو خبرو کې وویل« افغانستان اړتیا لري چې د سولې پر لور سیاسي لاره پيدا کړي. جګړې که له یوې خوا پر افغانانو ناورین جوړ کړی، له بله پلوه یې د داسې سیاسي او اقتصادي پرمختګ لپاره چې ثبات ټینګولای شي، د هڅو لاره بنده کړې ده»
کې د ملي یووالي حکومت پر وړاندې ستونزې ډېرې وې او د خلکو باور پرې راکم شوی خو په وینا یې د افغانستان په اقتصادي برخه کې ځینې مثبت پرمختګونه شوي دي.
ښاغلي هایسم د افغانستان د سولې په اړه زیاته کړه، چې افغان حکومت اړ دی، چې د سولې له پاره سیاسي حل لار پیدا کړی ځکه چې په خبره یې د افغانانو له پاره د سوله ییز ژوند له پاره اړتیا ته چې په راتلونکي کې افغانان پر ځان متکي او باثباته افغانستان جوړ کړي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل« افغانستان اړتیا لري چې د سولې پر لور سیاسي لاره پيدا کړي. جګړې که له یوې خوا پر افغانانو ناورین جوړ کړی، له بله پلوه یې د داسې سیاسي او اقتصادي پرمختګ لپاره چې ثبات ټینګولای شي، د هڅو لاره بنده کړې ده»
نوموړي په ورته وخت کې ډاډ ورکړ، چې له افغان حکومته به خپل ملاتړ جاري وساتي او هڅه به وکړي چې له طالبانو سره د سولې په مذاکرو کې د افغانانو بشري حقونو خوندي او د سیاسي مشارکت ضمانت وشي.
دغه راز هغه د ملي یووالي له حکومته وغوښتل چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې خپل اغیزمنتوب افغانانو او هغو نړېوالو مرسته کوونکو ته ثابت کړي
دغه راز نوموړي دا هم وویل، چې د ناټو غړي هېوادونه به په وارسا کې غونډه وکړي او د خپل څلور کلن تعهد پریکړه به وکړي او د مالي مرسته کوونکو هېوادونو استازي به په بروکسل کې وګوري او له افغانستان سره د ملکي همکارېو د څرنګوالي په اړه به پریکړه کوي.
چې مالي او تخنیکي همکارۍ ورسره کوي.
ده زیاته کړه، چې نړېواله ټولنه به په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له افغانستان سره د خپلو مرستو د څرنګوالي په اړه جدي پریکړې وکړي.
دغه راز نوموړي دا هم وویل، چې د ناټو غړي هېوادونه به په وارسا کې غونډه وکړي او د خپل څلور کلن تعهد پریکړه به وکړي او د مالي مرسته کوونکو هېوادونو استازي به په بروکسل کې وګوري او له افغانستان سره د ملکي همکارېو د څرنګوالي په اړه به پریکړه کوي.
نیکولاس هایسم زیاته کړه چې نړېوال هېوادونه باید دا ډاډ ولري چې له افغانستان سره د دوي مرستې د اړتیا په ځای کې لګول کېږي او څرګند اغیز لري.
نوموړي وویل«افغانستان باید دا څرګنده کړي چې د اداري فساد مخنیوی کوي او په حکومت کې ضروري اصلاحات راولي څو نورو هېوادونو ته د افغانانو د تېښتې مخنیوی وشي.»
هایسم وویل، چې د جګړې بار پر ملکي افغانانو دی، ملکي تلفات تر بل هر وخت زیات شوي او ګڼ شمېر خلک د جګړې له امله بې کوره شوي او د راتلونکي په اړه تشویش لري، خو په وینا یې له دې ستونزو سره سره په افغانستان کې د ثبات ټینګ ساتلو لپاره د پام وړ پرمختګ هم شوی دی.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین