۰

ننګرهار کې ترافیکي پېښه ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

دوشنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۴
چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د جلال آباد- تورخم په لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې ترافیکي پېښه ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د جلال آباد- تورخم په لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د یادې لویې لارې پر سر د مومند درې ولسوالۍ اړوند د غزګي کنډو په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د یوه ټېلر موټر او یوه امبولانس ډوله موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي وویل، چې په دغه پېښه کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
دی وايي، پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې او په اړه یې نورې پلټنې د ترافیک پولیسو له خوا روانې دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست هم ویلي، چې دوی ته د پېښې له ځایه یو مړی او درې ټپیان وروړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کابل- کندهار پر لویه لار په زابل ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین