۰

کوریا په افغانستان کې ۱۴ ښوونځي ته ودانۍ جوړوي

دوشنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۱
په افغانستان کې د UNOPS مشر او استازي میکو نینجوکي وايي، کوریا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په تخنیکي مرسته د افغانستان په دریو ولایتونو کې ۱۴ ښوونځيو او د پروان د پوهنې ریاست ته نوې ودانۍ جوړوي.
کوریا په افغانستان کې ۱۴ ښوونځي ته ودانۍ جوړوي
په افغانستان کې د UNOPS مشر او استازي میکو نینجوکي وايي، کوریا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په تخنیکي مرسته د افغانستان په دریو ولایتونو کې ۱۴ ښوونځيو او د پروان د پوهنې ریاست ته نوې ودانۍ جوړوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نینجوکي د افغانستان د پوهنې له وزیر سره د کتنې پر مهال وویل، چې د ښونځیو دغه ۱۴ ودانۍ به په پروان، پنجشېر او کاپیسا کې جوړې شي.
په دې لیدنه کې چې تېره ورځ د افغانستان د پوهنې د وزیر اسدالله حنیف بلخي د کار په دفتر کې تر سره شوه، دواړو خواو پر ګډو پروګرامونو خبرې اترې وکړې.
میکو نینجوکي په خپلو خبرو کې وویل، چې د ښوونځيو د جوړولو دغه پروژې د راتلونکي
میکو نینجوکي په خپلو خبرو کې وویل، چې د ښوونځيو د جوړولو دغه پروژې د راتلونکي کال په دوبي کې پیلېږي، چې شاوخوا ۹ میلیون ډالره لګښت پرې راځي.
کال په دوبي کې پیلېږي، چې شاوخوا ۹ میلیون ډالره لګښت پرې راځي.
نوموړي دغه راز وویل، چې دوی اوسمهال د ننګرهار په بهسودو او سرخرود ولسوالیو کې هم ۱۴ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړوي، چې کارونه یې تر ډېره پرمخ تللي دي.
د پوهنې وزیر دکتور اسدالله حنیف بلخي په دې لیدنه کې د افغانستان له معارف سره د نړیوالې ټولنې او ملاتړو هېوادونو له مرستو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې له معارف سره کېدونکې مرستې به په پوره شفافیت او روڼتیا ولګول شي.
ښاغلي بلخي د (UNOPS) د دفتر له مشر او استازي وغوښتل، چې د ښوونځيو د جوړولو دغه پروژې باید له پوهنې وزارت سره په نژدې همغږۍ کې پلي شي، څو د هر ډول فساد او مالي درغلیو مخه پکې ونیول شي.
ښاغلي میکو د پوهنې وزیر ته ډاډ ورکړ، چې یادې پروژې به د پوهنې وزارت تر نظارت او څارنې لاندې پلي کوي.
باید و ویل شي، چې په دې لیدنه کې دغه راز د دواړو لوریو ترمنځ ژمنه وشو، چې ګډ پروګرامونه او پروژې به په پوره همغږۍ پلې کوي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین