۰

سوریه کې د بمبار له امله لسګونه کسان وژل شوي

دوشنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۵
رپوتونه وايي، د روسیې جنګي الوتکو په سوریه کې د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو بمبار کړی او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
سوریه کې د بمبار له امله لسګونه کسان وژل شوي
رپوتونه وايي، د روسیې جنګي الوتکو په سوریه کې د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو بمبار کړی او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه ویلي، چې دغه بمبارۍ د ادلیب په له ګڼې ګوڼې ډک بازار، کې پر څو دولتي ودانیو او د استوګنې پر سیمو شوي دي.
یادې ټولنې چې مرکز یې په لندن کې دی، زیاته کړې، چې په دغه بمباریو کې ۳۶ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
خو په ورته وخت کې رویټرز خبري آژانس ویلي، چې په دې بریدونو کې ۴۳ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
دغه اژانس د ژغورنې د ډلو په حوله ویلي، چې د ۳۰ تنو نورو مړي یې هم له خاورو را ایستلي او دغه راز ټپیان د درملنې له پاره د ترکیې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین