۰

چين کې د ځمکې ښوېدنې له امله ۲۲ ودانۍ نړېدلې دي

دوشنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۸
رپوټونه وايي، د چین په جنوبي شينزن ښار کې د ځمکې ښوېدنې له امله لږ تر لږه ۲۲ ودانۍ نړېدلې چې ګڼ شمېر کسان ژغورل شوي خو یو شمېر لا هم بې درکه دي.
چين کې د ځمکې ښوېدنې له امله ۲۲ ودانۍ نړېدلې دي
رپوټونه وايي، د چین په جنوبي شينزن ښار کې د ځمکې ښوېدنې له امله لږ تر لږه ۲۲ ودانۍ نړېدلې چې ګڼ شمېر کسان ژغورل شوي خو یو شمېر لا هم بې درکه دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکو ویلي، چې له پېښې وړاندې یې له ۹۰۰ زیات کسان له ودانیو ایستلي او د نورو بندو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.
همدا ډول سيمه ييزو چارواکو ويلي، د ځمکې ښوېدو له امله د نژدې سيمې ګازو سټېشن کې يوه چاودنه شوې.
د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس له مخې په نړېدلو ودانيو کې د کارګرو د اوسېدو دوه اپارتمانونه هم شامل دي.
یاد آژانس زیاته کړې، چې د شينزن امنيتي ادارې له پېښې اته ساعته وروسته په يوه بيانه کې ويلي، چې۲۱ نارينه او شپږ ښځينه تر اوسه لادرکه دي.
ويل کېږي شاوخوا ۱۵۰۰ اور وژونکي په سيمه کې د خلکو پر ژغورلو بوخت دي.
باید وویل شي، چې د روان کال نومبر مياشت کې هم په زېنجنګ ولايت کې د ځمکې ښوېدو له امله ۲۵ کسان وژل شوي وو.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین