۰

زابل کې ترافیکي پېښې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

دوشنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۵
چارواکي وايي، په زابل ولایت کې د یوې ترافیګي پېښې له امله لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
زابل کې ترافیکي پېښې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
چارواکي وايي، په زابل ولایت کې د یوې ترافیګي پېښې له امله لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېر مازیګر د کابل- کندهار پر لویه لار د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د تعذیر آباد په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، دغه پېښه د یوه ټېلر موټر او یوه ۳۰۳ موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي وویل، په پېښه کې ۴ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
دی وایي، چې د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي وه خو دا چې ۳۰۳ موټر د کوم ترانسپورتي شرکت اړوند و، څه ونه ویل.
باید وویل شي، چې د کابل- کندهار پر لویه لار زیاتره ترافیکي پېښې د ۳۰۳ موټرونو د ټکر او چپه کېدو له امله رامنځ ته کېږي.
جمهور آژانس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین